په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د چين دولتي ورځپاڼې نن دوشنبه د لیمدۍ په ۲۶مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ له قوله خبر ورکړ چې د امريکا له خوا د افغانستان د بهرنيو اسعارو د زېرمو بندول غير قانوني دي.
هغه زیاته کړه: دغه شتمنۍ باید د قید او شرط پرته خوشې شي او د افغانانو د بشري وضعیت د ښه والي لپاره باید هڅې وشي.
شوانګ وويل: موږ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د متقابل عمل د پياوړتيا په برخه کې د څارونکي ډلې ملاتړ کوو او افغانستان ته د دغه ټيم ژر سفر ته سترګې په لاره يو؛ چين له اړوندو هېوادونو غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان شتمنۍ خوشې او په بشپړه توګه بېرته ورکړي.
د ایرنا په وینا، په چین کې د پاکستان پخوانی سفیر سلمان بشیر هم د افغانستان بانک د شتمنیو د خلاصون غوښتونکی شو.
په افغانستان کې د امریکا له شرمناکه ماتې سره امریکا د افغانستان د بهرنیو اسعارو شاوخوا ۹ میلیارده ډالر بند کړل او یو کال وروسته له دې پیسو څخه شاوخوا درې میلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق ته انتقال شول.
د پیغام پای/
Your Comment